تودې هوا سلګونه هندیان وژلي

د راپورونو له مخې په هندوستان کې سلګونه کسان د تودې هوا د هغې څپې له امله مړه شوي چې د دغه هېواد ډېری سیمې یې اغېزمنې کړي دي.

په شمالي او ختیځو سیمو کې د تودوخي درجه د سانتي ګرید په کچه ۴۵ درجو ته لوړه شوې او روغتونونه له ناروغانو نه ډک شوي دي.

د هندوستان په سویلي ایالت اندرا پردیش کې یو لوړ پوړي چارواکي ویلي، په تېرو لسو ورځو کې د لمر د تودوخي له امله تر ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او ډېر شمېر نور د تودې هوا د څپو له امله اغېزمن شوي دي.

تر ډېره د مې په میاشت کې د تودوخي درجه د موسمي بارانونو له امله ټیټېږي، خو سږ کال لا موسمي بارانونه نه دي شوي.