چک هېګل د چین پر حکومت د سایبر جاسوسۍ تور ولګاوه

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل د چین پر حکومت او پوځ د سایبري جاسوسۍ تور ولګاوه.

امریکايي چارواکو وړاندې تر دې هم ورته څرګندونې کړي، خو ښاغلي هېګل په سنګاپور کې د چینايي چارواکو په وړاندې دغه خبرې وکړې.

هغه وویل د سیمه ییز امنیت موضوع حل، د امریکا او چین نژدې همکارۍ ته اړتیا لري. د پرله پسې او یو بل ته د درناوي د خبرو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

ښاغلي هېګل دغه څرګندونې یوه اونۍ وړاندې تر هغه کړي چې ولسمشر اوباما به له خپل سیال شي جین پینګ سره په کلفورنیا کې وګوري.