ننګرهار کې برمته شوي ماین پاکان خوشي شوي دي

د ماين پاکۍ د يوې موسسې ۱۱ کارکوونکي چې شا او خو ۲۰ ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي وو را خوشې شوې دي.

دغه کسان چې د ننګرهار له اچين ولسوالۍ تښتول شوي وو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشې شوي دي.

د ايم ، ډي سي په نوم د ماين پاکۍ موسسې سيمه ييز مشر خداى نظر شينواري بي بي سي ته وویل، د دوی په راخلاصولو کې کومه معامله نه ده شوې.