د پاکستان نوې ټاکل شوې اسمبلۍ لوړه وکړه

د پاکستان نوې ټاکل شوې ملي اسمبلۍ لوړه وکړه. دا د پاکستان په ۶۶ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دیموکرایتکه توګه واک له یوه حکومت بل ته لېږدول کېږي.

د پارلمان تلونکې مشرې مېرمن فهمیده میرزا نویو قانون جوړونکو ته لوړه ورکړه. په پاکستان کې د مخکني حکومت د پنځه کلنې مودې تر پوره کېدو وروسته تېره میاشت ټاکنې ترسره شوې.

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال وايي په ډاډمنه توګه د واک په لېږدونې کې د ولسمشر آصف علي زرداري ډېره ستاینه کېږي.

د نوي حکومت مشري به نواز شریف کوي چې اټکل دی، د چهارشنبې په ورځ خپل حکومت جوړ کړي.