د نیجر پر لوی زندان برید شوی

وسله والو د نيجر د پلازمېنې نيامي پر لوی زندان بريد کړی او د عدليې وزير وايي د بريد په پايله کې دوه کسه وژل شوي دي.

باور دا دی چې بريد په زندان کې دننه هغه مهال پيل شوی چې بنديانو غوښتل وتښتي، او وسله والو له بهره پر هغو ساتونکو ډزې کړي چې د محبس له دروازې سره ولاړ وو.

درې هغه بنديان چې د ترهګرۍ له تورونو سره مخامخ وو، نيول شوي دي.

دغه بريد له هغو همغږو ځانمرګو بريدونو يوه اوونۍ وروسته کېږي چې په پوځي چوڼيو او د يورانيمو په يوه کان وشول او په پايله کې يې له شلو ډېر کسان ووژل.