له قانوني اسنادو پرته ایران ته سفر مه کوﺉ

افغان حکومت د دغه هېواد له اوسېدونکو غوښتي چې له قانوني اسنادو او لاسوندونو پرته دې ايران ته سفر نه کوي.

داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې څو ورځې وړاندې لسگونه هغه افغانان چې غوښتل يې په ناقانونه توګه ايران ته سفر وکړي، د پولې پر سر د ايراني ځواکونو له خوا وژل شوي يا ټپيان شوي دي.

افغانستان چې له ايران سره په څو برخو کې گډه پوله لري، چې تر ډېره د دغه هېواد اوسېدونکي غواړي هغه هېواد ته په قاچاقي ډول سفر وکړي، چې کله ناکله له ويرجنو پايلو سره هم مخامخېږي.