د چین مرغانو فابریکه کې اور ۱۱۲ کسان وژلي

د چین شمال ختيځ جیلین ولایت د مرغانو د پروسس په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۲ کسان وژل شوي.

د چین رسمي خبري اژانس شینخوا ویلي، اور د جیلین ولایت په دیهوی کې د مسلخ له ځایه د دوشنبې پر ګهیځ راوتلی دی.

د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې سیمې ته خپل ډېر کارکوونکي ورسوي او اور مهار کړي.

داسې رپوټونه هم شته، چې تر اور لګېدو وروسته په سیمه د برېښنايي شارټونو له کبله درې چاودنې شوې دي.

شینخوا وايي، نژدې ۱۰۰ کارکوونکي له فابریکې تښتېدلي، خو د فابریکې د پېچلي جوړښت له کبله د اور وژنې د مامورینو کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

هغه شرکت، چې دغه فابریکه چلوي، تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ګومارلي، چې د چرګانو په پروسس کې کار وکړي.