د ولسي جرګې غړې ایران کې مړه شوې

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هرات استازې شهناز همتي په ایران کې د ترافیکې پېښې په پایله کې مړه شوې ده.

ویل کېږي، چې د همتي ګاډی د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران له مشهده شمال ته د سفر پرمهال ټکر شوی دی.

که څه هم د پېښې د څرنګوالي په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه شته، خو د همتي کورنۍ وايي، چې شاید د همتي مړی نن هرات ولایت ته ولېږدول شي.