د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ نوی ټاکل شوی غړی ووژل شو

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په خپلواکه توګه نوی ټاکل شوی غړی، فرید خان په هنګو کې نامعلومو کسانو په ډزو وواژه. فرید خان په خپلواکه توګه ټاکنو کې بریالی شو، خو وروسته د عمران خان د تحریک انصا ف ګوند کې شامل شو. د ځايي پولیسو په وینا نا معلومو کسانو هنګو کې د هغه پر ګاډي ډزې وکړې او ویې واژه. برید کې د نوموړي ډرېور او ساتونکی ټپیان شوي دي.