ترکي لاریونونو کې یو کس مړ شوی

په ترکیې کې چارواکي وايي په دغه هېواد کې د حکومت ضد لاریونونو په څلور ورځني بهیر کې یو تن لاریون کوونکی د انتاکیا په ښار کې مړ شوی دی.

د بلوا ضد پولیسو د ترکیې په عمده او لوی ښار استانبول او پلازمینې انقرې کې د لاریون کوونکو پر ضد اوښلن غاز او اوبشیندي کارولي دي.

تېره شپه تر ناوخته په پلازمینې کې نښتې هم روانې وې.

د کارګرانو یوې ټولنې د امنیتي ځواکونو له خوا د زور د کارولو د غندنې په موخه سر له ننه د یوهه دوه ورځني اعتصاب غږ کړی دی.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردعان لاریون کوونکي افراطیان بللي او وايي چې د مخالفینو له خوا همغږي کیږي.