هانګ کانګ کې تیان ان من ډګر ۲۴ کلیزه نمانځل کېږي

اټکل دی چې لسګونه زره کسان په هانکانګ کې راټول شي او د بیجینګ په تیان ان من ډګر کې د لاریونونو او عام وژنې ۲۴ کلیزې په تړاو د شپې شمعې بل کړي.

هانک کانګ چې د برتانیا پخوانۍ مستعمره وو، ځان ته خپل قانوني سیستم لري او په چین کې یواځینی ځای دی چې په عام ډګر کې ورته مراسم په کې ترسره کېدای شي.

د چین په ستره برخه کې د کلیزې په رارسېدو سره امنتي تدبیرونه سخت شوي دي. پولیس په حساسو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي او فعالانو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ونه وځي.