م م : دواړو لوریو سوریه کې کیمیاوي وسلې کارولې

په سوریې کې پر بشري حقونو د تېري په اړه د ملګرو ملتونو راپور وايي داسې د منطقي دلیلونو پر بنسټ ښکاري چې په شخړې کې ښکېلو دواړو غاړو کیمیاوي وسلې کارولي دي.

څېړنې ښيي چې څلور ځله حکومتي ځواکونو او یو ځل هم مخالفو وسله والو کیمیاوي وسلې کارولې دي. خو د بڼې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

راپور د پېښو قربانیانو، روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو د څرګندو پر بنسټ جوړ شوی دی.