برتانیا پر بنګله دېشي کارګرو ۲۷ میلیونه ډالر لګوي

برتانیا به بنګله دېش کې د ټوکرانو کارخونو د کارګرو د خوندیتوب او مهارتونو کچې لوړولو لپاره شاوخوا ۲۷ میلیونه ډالر ولګوي.

د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر الن ډنکن ډاکې ته د خپل سفر پر مهال وویل، د دغه نوي پروګرام پر مټ به د ټیټو مهارتونو کارګر وروزل شي چې له لارې به یې ټولیز تولیدات او د کارګرو اقتصادي حالت ښه شي.

په تېره اپرېل میاشت کې د یوې څو پوړیزې ودانۍ د ړنګېدو له امله سلګونه کسان ووژل شول، چې ډېری پکې د ټوکرانو کارګر وو. د دغې پېښې له امله د بنګله دېش د ټوکرانو جوړولو کارګرو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې.