ترکيې کې پنځمه ورځ هم مظاهرو دوام وکړ

د ترکیې د استانبول ښار په تقسیم څلورلارې کې زرګونو کسانو د پنځمې پرله پسې شپې لپاره په حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخېستې ده. کله چې پولیسو په یوه سیمه کې پر مظاهره کوونکو اوبه او بې هوښوونکې ګازونه وکارول، مظاهره چیان له هغه ځایه وتښتېدل. تر دې وړاندې د ترکیې مرستیال لومړي وزیر بولېنت ارېنچ په بېړني ډول د مظاهرو د بندېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا ترهګر ترې ګټه اخلي. ښاغلي ارېنج تېره اونۍ د چاپېریال ساتنې د یوه لاریون پر ضد د پولیسو د تاوتریخجن غبرګون په اړه بښنه وغوښته، چې له امله یې د حکومت ضد نارامۍ څپه راپورته شوې ده.