استخباراتي څار کې له ګډونه د ګوګل او فېسبوک انکار

د دوو سترو انټرنېټي شرکتونو، ګوګل او فیسبوک مشرانو لیري پیج او مارک زوکېربرګ له دې خبرې انکار کړی، چې ګوندې شرکتونو یې د امریکايي استخباراتو د څار په پروګرام کې برخه اخېستې.

له بله پلوه ټاکل شوې چې د برتانیې د څار اداره جي سي اېچ کیو یوې پارلمانې کمېټې ته د هغو تورونو په اړه سپیناوی وکړي، چې د امریکا د څار د یاد شوي پروګرام پر مټ یې د مخکښو انټرنېټي ادارو له منځه په پټه مالومات راټول کړي دي.

د برتانیې وزیران اوس تر فشار لاندې دي، چې هغه ټول مالومات ډاګیز کړي، چې د یادې همکارۍ په اړه یې لري.