د امریکايي او چینايي ولسمشرانو غونډه

ولسمشر اوباما او د هغه چینايي سیال ژي ژېنپېنګ په کالیفورنیا کې دوه ورځنۍ ناسته د لاس په ستړي مشو پیل کړه. دواړو مشرانو په پام سپرېنګز سیمه کې په دغه نارسمي ناسته کې د همکارۍ د نویو اړیکو جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دوی وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اړیکې د نړۍ په ګټه دي او له همدې امله یې پرېکړه وکړه، چې ژر تر ژره له یوه بل سره وګوري.

ولسمشر اوباما وویل، دا مهمه ده، چې دوی باید له یوه بل سره سپینې خبرې وکړي.

نوموړي په ارام سمندر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیالۍ، د شمالي کوریا د اټومي هڅو او د انټرنېټي جرمونو یادونه وکړه. امریکا پر چین تور پورې کوي، چې په بې ساري ډول د دغه هېواد پوځي او کاروباري رازونو غلا کوي.