چین وايي له اوباما سره یې خبرې مثبتې وې

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر باک اوباما ویلي د چین له نوي ولسمشر شي جین پنګ سره یې دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه بریالۍ وه.

نوموړي زیاته کړه دغه غونډه چې د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي تعریف په موخه جوړه شوې وه، فوق العاده ښه غونډه وه.

د چین ولسمشر شي جین پینګ بیا ویلي دې خبرو یوه نوې لاره پرانیستله او بله دا چې هېوادونو له اختلافاتو نه تښتي.

په دې خبرو کې ولسمشر اوباما خپل چینايي سیال شي ته پر انټرنیټي شبکو د برید په اړه ټینګار وکړ او د هغو ناوړه اقتصادي پایلو په اړه یې خبر داری ورکړ چې د چین له خوا د امریکا پر پوځي او سوداګریزو انټرنیټي شبکو د بریدونو د دوام په صورت کې به رامنځته شي.

خو چین وايي دوی پخپله هم د دوی پر انټرنیټي شبکو د بریدونو قربانیان دي، یوه لوړ پوړي چینايي چارواکي یانګ جهايي خبریالانو ته ویلي دا موضوع باید د دواړو لوریو ترمنځ د بدګمانۍ او اصطکاک لامل نه شي.