قبایلي سیمه کې پر ناټو اکمالاتي کاروان برید شوی

پاکستان کې چارواکي وايي وسله والو کسانو په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د توکو پر لېږدونکي کاروان برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

برید د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې شوی دی. یوه سیمه ییز چارواکي ویلي برید کوونکو له کوچنیو وسلو او هاوانونو کار اخیستی دی.

پاکستان په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره عمده لار بلل کېږي، خو په وروستیو کلونو کې د پرله پسې بریدونو له امله ایتلافي ځواکونو له دغې لارې ګټه اخیستل کم کړي دي.