طالبانو تښتولی قرغیزی وګړی خوشی کړی

وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې د قرغیزستان هغه وګړی یې خوشی کړی، چې څه موده وړاندې له نهو نورو بهرنیانو سره طالبانو تښتولی و.

طالبانو پخپله ویناپاڼه کې ویلي، چې دغه قرغیزی وګړی یې د قرغیزستان په غوښتنه د ښه نیت، انساني همدردۍ او د اسلامي خواخوږۍ له مخې خوشی شوی دی.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دغه قرغیزی وګړی یې له نهو نورو بهرنیانو سره چېرته نیولی و.