محمد خان اڅکزی د بلوچستان ګورنر (والي) وټاکل شو

محمد خان اڅکزی د بلوچستان د نوي ګورنر ( والي ) په توګه ټاکل شوی دی. د هغه د نوم وړاندیز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي کړی و. نوموړي د سې شنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر اصف علي زرداري په وړاندې لوړه وکړه. محمد خان اڅکزی د محمود خان اڅکزي ورور دی.