شمالي کوریا پر جنوب د خبرو سبوتاژ کولو تور ولګاوه

شمالي کوریا پر سویلي کوریا د پلان شویو خبرو د سبو تاژ کولو تور لګولی. له پیونګ یانګ څخه په یوه رسمي خپره شوې اعلامیه کې پر سویل تور لګول شوی چې د چارشنبې ورځې خبرې یې قصداً د پلاوي د مشر د رتبې په راټیټولو په داسې حال کې له خنډ سره مخامخ کړي چې د شمالي کوریا پلاوي د سفر لپاره تیاری نیو.

په دې رسمی بیان کې د شمال کوریا دا کړنه "ډېره بې نزاکتي" بلل شوې.

له تېرې اپریل میاشتې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له امله د ګډې پولې شمال لور ته د کاسیانګ په صنعتي پارک کې فعالیت بندی شوی په کوم ځای کې چې شمالي کوریا په لسګونه زره د شمالي کوریا کارګر په دندو ګومارلي و.