د سي ای اې لومړنۍ ښځینه مرستیاله

سپینې ماڼۍ خپله یوه حقوقي سلاکاره اوریل هنز د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سی آی اې د مرستیالې په توګه وټاکله.

دا لومړنۍ مېرمن ده چې د سی آی اې د مرستیالې په توګه ټاکله کېږي.

نوموړې د سی آی اې له مشر جان برنان سره له نږدې کار کړی او تل د هغې د ښه قضاوت او ځیرکتیا له امله هڅول شوې ده.

مېرمن هنز د هغې حقوقي ډلې مشره ده چې د سی آی اې تر ټولو حساس پروګرام ارزوي.