ماویست یاغیانو هند کې پر سورلۍ برید کړی

په هند د ماویست یاغیانو په ختیځ ایالت بېهار کې د سورلۍ پر ریل ګاډي برید کړی.

پولیس وايي یاغي وسله والو دوه تنه ووژل او په تېښته بریالي شول.

ماویسټ یاغیان د هند په ختیځ او مرکزي سیمو له څلورو لسیزو راهیسې مبارزه کوي او د بې وزلو کسانو او اصلي اوسېدونکو د حقونو غوښتنه کوي.

تېره میاشت ماویستانو د حاکم ګوند کانګرېس د موټرو پر یو کاروان برید وکړ چې په پایله کې یې له شلو زیات کسان ووژل شول چې یو شمېر یې لوړ پوړي سیاسي مشران و.