فلپین کې ۶۰ مساپر ډوب شوي

د فلیپین په سواحلو کې یوه بېړۍ له شاوخوا شپیتو سپرلیو سره ډوبه شوې ده.

ساحلي ساتونکي وایي، تر اوسه د بوریاز ټاپو ته نژدې د کښتۍ لږ تر لږه شل سپرلي ژغورل شوي او د راپورونو له مخې یوه ښځه مړه شوې ده.