د لیبیا په بنغازي ښار کې نښتې شوي

راپورونه وايي چې د لیبیا په ختیځ بنغازي ښار کې د ځانګړو ځواکونو ا و وسله والو ترمنځ نښتې شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي د ځانګړو ځواکونو مرکز ته څېرمه د شنبې په سهار وختي سختې ډزې تبادله شوې او د دې ځواکونو د مرکز په دیوال یو توغندی لګېدلی.

راپورونه وايي چې په دې برید کې یو شمېر سرتېري وژل شوي هم دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي خلکو د ملېشو پرضد لاریون کې غوښتي و، چې رسمي ځواکونه باید د دې ملېشو ځای ونیسي.

یو شمېر لاریون کوونکو په وروستیو جګړو کې، ملیشې په لاس لرلو تورنې کړې وې.