عراق کې چاودنو ۲۴ کسان وژلي

په عراق یو شمیر بمي بریدونو لږ تر لږه څلرویشت کسان وژلي دي.

پولیس وایي چاودنې پلازمینې بغداد ته نژدې سیمو کوټ او عزیزیه کې او هم په جنوبي ښارونو ناصریه او بصره کې شوې دي.

پولیس وایي تر ټولو خونړۍ چاودنه په کوټ کې ده او یوه ډله کارکوونکي په کې په نښه شوي.

په چاودنو کې تر ډېره شیعه مېشتې سیمې تر برید لاندې راغلې خو خبریالان وایي سني مېشتېې سیمې هم زیانمنې شوې دي.

د بغداد په سوېل نجف کې یوې عیني شاهدې ام هازم دغه برید غندلی:

''دلته یوې چاودنې څو ځوانان هلکان ووژل. دغه تروریستان څه غواړي؟''.