پوتین سوري یاغیانو وسله وال کولو پر ضد خبرداری ورکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوري د یاغیانو وسله وال کولو پر ضد سخت خبرداری ورکړی دی او وايي د هغوی کړنې د بشري ارزښتونو مخالف دي، هغه څه چې اروپا یې غوښتنه کوي.

ښاغلي پوتین چې په لندن کې یې خبرې کولې د هغه یاغي سرتېري خبر پورته کړه چې ظاهرأ د دښمن د یوه مړه سرتېري زړه خوري.

ولسمشر پوتین دغه راز په قانوني توګه د سوریې پر حکومت د وسلو د پلورلو دفع وکړه او وايي هغه کسان چې غواړي یاغیان په وسلو سمبال کړي باید قانون پلی کړي.

د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کېمېرون وویل لندن به له مخالفو ځواکونو سره خپل کار ته دوام ورکړي چې د یوې دېموکراتیکې سوریې غوښتونکي دي خو زیاتوي چې د یاغیانو د وسله وال کولو لپاره هېڅ راز تصمیم نه دی نیول شوی.