عراق کې ځانمرګي ۱۵ شیعه ګان وژلي

د عراق بغداد شیعه ګانو یوه تکیه خانه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۱۵ کسان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.

برید د بغداد ختيځ القاهره کلي تکیه خانه کې شوی.

د بغداد پولیسو مشر فرات فالح رویټرز ته ویلي، چې برید کوونکي تر اذان وروسته د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان چوولی دی.

دا برید ټیک یوه ورځ وروسته تر هغه شوی، چې د بغداد التاجي او الفلوجه کې دوو چاودنو لږترلږه ۱۰ کسان وژلي وو.

له څو میاشتو راهیسې، عراق بیا نارامه شوی، چې تر ډېره په کې توکم پالونکي بریدونه کوي.