مردان کې ځانمرګي برید شل کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا مردان سیمه کې د جنازې مراسمو کې د بمي چاودنې له کبله شل کسان وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټپیان دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي چې چاودنه د مردان، شېرګړ سیمه کې د جنازې مراسمو کې وشوه.

وژل شویو کې د صوبايي اسمبلۍ یو غړی هم دی.

د یادونې ده، چې د تیلو ټانک څښتن عبدالله د دوشنبې په ورځ نامعلومو کسانو په ډزو وژلی و.