نایجریا کې بوکو حرام نهه کسان وژلي

په نایجریا کې اسلامپالو اورپکو د ښوونځي پر زده کوونکو په وروستي دویم برید کې لږ تر لږه نهه تنه وژلي دي.

د بوکو حرام ډلې وسله والو د مایدوګوري ښار په څنډو کې زده کوونکي چې د ښوونځي یونوفورم یې په ځان وو، راټول کړي او بیا یې پرې ډزې کړي دي.

د بوکو حرام ډله وايي، دا کار یې هغو ځوانانو ته د سزا ورکولو لپاره کړی چې له پوځ سره مرسته کوي خو د وژل شوو کسانو کورنۍ وايي، دا کار یې ځکه کړی چې په دغه سیمه کې نوې زورواکې ډلې پیدا شوې دي.