چين کې له ۵ پوړه لوېدلې ماشومه روغه ده

په چين کې يوه دوه نيم کلنه ماشومه چې له پنځم پوړ نه ښکته راپرېوته په ډرامتيک ډول لاندې يو شمېر خلک قپ کړې ده.

راپورونه وايي دغه ماشومه چې کيکي نومېږي مور او پلار يې په کور کې ويده پرې ایښې وه، خو کله چې هغه راوېښه شوې نو ځان يې له بالکېنه کښته راغورځولی ده.

يوه امنيتي کمره کې ښوول کېږي چې خلک دغلته د ماشوم د ژړا لپاره ور ټول شوي و، چې پېښه رامنځ ته شوه.

د ژغورنې پر مهال دوه کسه ټپيان شوي دي، خو د کيکي مخ لږ ګرېدلی او تښتېدلې ده.