نيکاراګوا کې الوتکې لوېدو ۱۰ تنه وژلي

په نيکاراګوا کې د يوې پوځي څرخي الوتکې د لوېدو په پايله کې د هوايي پوځ د قومندانانو په ګډون لس کسه وژل شوي دي.

د وژل شويو په منځ کې د هوايي پوځ لوی درستيز ډګروال مانويل لوپيز هم شامل وو.

څرخکه بېرته پلازمېنې ماناګوا ته راستنېده چې کته ولوېده.

راپورونه وايي مخکې له دې چې الوتکه له ماناګوا سره نژدې راپرېوځي اور يې اخيستی او چاودنه په کې شوې ده.

تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم شوی.