اسپانيا کې سوریې جګړې په تړاو ۸ کسه نیول شوي

په اسپانيا کې چارواکي وايي هغه اته کسه يې نيولي چې ګومان کېږي په سوريه کې يې د جګړې لپاره اسلامپالې ملېشې ګمارلې.

دغه کسان په شمالي افريقا کې د اسپانيا په خاوره د کيوتا په سيمه کې نيول شوي دي.

د اسپانيا د کورنيو چارو وزارت په يوه وينا پاڼه کې ويل شوي مشکوک په القاعده پورې د يوې تړلې شبکې غړي دي چې په کيوتا او موروکان کې عمليات کوي.

دوی تورن دي چې لسګونو کسانو ته مالي ملاتړ، روزنه او د سفر اسانتياوې برابروي چې د سوريې له جګړې سره يو ځای شي.