کاناډا کې سخت سیلابونه راوتلي

د کاناډا په جنوب لویدیځ کې د سختو سیلابونو او موسمي بارانونو له امله لږ ترلږه درې کسه وژل شوي او تر ۱۰۰ زرو ډېر اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

چارواکو وروسته تر هغه د کالګري مرکزي ښار د تشولو امر وکړ چې دواړه سیندونه یې له سېلابونو ډک شول.

سېلابونو سړکونه او پلونه لاندې کړي، برېښنا قطع شوې او سلګونه کورونه یې وړي دي.

چارواکي دغه راز په پام کې لري چې د کالګري ښار ژوبڼ څاروي هم بل ځای ته ولېږدوي.

د کاناډا لومړی وزیر ستېفن هارپر له سختو ځپل شویو سیمو لیدنه کوي.