کرزی د سولې خبرو پر افغاني کېدو ټینګار کوي

افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جمیز دوبنز سره په لېدنې کې د سولې خبرو پر افغاني کېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر کرزي له ښاغلي دوبنز سره په خبرو کې د سولې د بهیر او په قطر کې د طالبانو د دفتر په تړاو خبرې کړې دي.