کوریا کې د انټرنیټي برید په باب پلټنې پیل شوې

په جنوبي کوریا کې حکومت وروسته تر هغه د سایبري یا انترنېټي برید خبرداری ورکړ چې ګڼې حکومتي ویبپاڼې وتړل شوې.

د ولسمشر د ویبپاڼې په ګډون ګڼې ویبپاڼې اغېزمنې شوې دي او کله چې د وببپاڼې د کتلو هڅه کېده نو پیغام لیکل کېده چې سرویس نشته.

چارواکي وايي دوی په دې اړه څېړنې کوي چې آیا هکرانو د کوریا د جګړې د پیل د کلیزې په تړاو برید کړی که څنګه.

د مارچ په میاشت کې د سېول حکومت پر شمالي کوریا د تور ولګاوه چې په پراخو سایبري بریدونو کې یې لاس درلود. چې له امله یې د بانکونو او خبري رسنیو په ګډون زرګونه کمپیوټرونه تړل شوي وو.