د چک حکومت: دا معلوموو چې په ویډیو کې ښځې چکانې دي کنه

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وايي هڅه کوي معلومه کړي چې هغه دوه ښځې چې په یوې تازه خپرې شوې ویډیو کې ښکاري او ظاهراً درې میاشتې مخکې په پاکستان کې له یوه بس نه تښتول شوې وې چکان دي او کنه.

دغه ویډیو چې د چک تلویژون د فیسبوک پر پاڼې خپره شوې ده دوه ښځې په کې ښکاري چې د عافیه صدیقي د خوشي کولو غوښتنه کوي.

پاکستانۍ ساینس پوه عافیه صدیقي درې کاله وړاندې په نیویارک کې د یوې محکمې له خوا بندي کړای شوه.

په خپرې شوې ویډیو کې یوه ښځه وايي دغه ویډیو د اپریل په میاشت کې د هغوی له تيښتول کېدو وروسته جوړه شوې ده.