اسټرالیا: جولیا ګېلارډ د خپل ګوند ټاکنې بایلودې

د اسټرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګېلارډ د خپل ګوند ټاکنې بایلودې او اوس سیاست پرېږدي. هغې د کېون رډ په وړاندې ماتې وخوړه. رډ هغه څوک دی، چې درې کاله مخکې ګیلارډ له واکه لرې کړ. ګېلارډ په خپل ګوند کې د بې باورۍ له منځه وړلو لپاره دغه ټاکنې تر سره کړې.