هند کې خراب موسم مرستندویه کارونه ټکني کړي

د هندوستان په اتراکهنډ ایالت کې چېرې چې د تېرې اونۍ د سیلابونو له امله زرګونه کسان ایسار پاتې شوي، خرابې هوا د ژغورنې عملیات ستونزمن کړي دي. نږدې سل زره کسان د همالیا غرونو له لارې له سیلاب ځپلې سیمې وتلي دي. نویو ځمکو ښویدنو لا ډېرو سړکونو ته زیان اړولی. پوځ زیانمن شووی سیمو ته د لاسرسي په موخه پلونه جوړوي. اورښتونو د سیلابونو له امله د مړه شویو کسانو د ډله ییزو وروستیو مراسمو پروګرام ځنډولی دی. سیلابونو څه د پاسه اته سوه کسان وژلي دي.