امریکا:نړیوالو عملیاتو کې مو قاچاقبر نیولي

امريکا کې د نشه يي توکو ضد اداره وايي له ۲۰۰ ډېر کسان يې د پراخو نړېوالو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

امريکايي چارواکي وايي د عملياتو پر مهال يې دغه راز ۵۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي او ميليونونه نغد ډالر قبضه کړي دي.

دغه کسان د امريکا په متحد ایالتونو، اسټراليا، کاناډا، باربادوس او پانامه کې نيول شوي دي.

د عملياتو مشر جېمز کاپرا وويل د نشه يي توکو ډېر يې د چين او هند په مخفي لابراتوارونو کې تولېدېږي او بازارونو ته يې ځوانه طبقه رسوي.