یوګندا کې د تېلو ټانکر اور ۲۹ کسان وژلي

د یوګندا پلازمېنې کمپالا کې د تیلو ټانکر د ټکر له امله د رامنځ ته شوې اورلګېدنې په پایله کې لږترلږه ۲۹ کسه وژل شوي دي او شاوخوا دیرش نور کسان ټپیان دي چې روغتیايي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

پولیس وايي، په پیښه کې ډیری وژل شوي کسان، هغه خلک دي چې پر موټر سایکل د پیښې سیمې ته راغلي وو او غوښتل یې چې له ټکر شوي ټانکر نه تېل یوسي.

حکومتي چارواکو د هغو وژل شوو کسانو د هویت د ثابتولو لپاره چې څیرې یې نه پېژندل کیږي د ډي ان ای ازموینې پیل کړي دي.