"سنوډن دې د پناه لپاره د رازونو له افشا کولو لاس واخلي"

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وايي که د امریکا د استخباراتو پخوانی کارکوونکی ایډوارډ سنوډن غواړي چې په روسیه کې پناه واخلي نو باید د امریکا د رازونو له افشا کولو لاس په سر شي.

ښاغلی سنوډن څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د مسکو د هوايي ډګر په ترانزت سیمه کې دی.

پر ده تور دی چې د امریکا د انټرنیټي څارنې په اړه یې لوی رازونه افشا کړي دي.