عراق کې چاودنو ۳۳ کسان وژلي

عراقي چارواکي وايي، د بغداد شمال ختيځ دیالي ولایت المقدادیې حسینیه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۲۳ کسان وژلي، او ۱۰ نور کسان بیا د بعقوبې په یوه چای خانه کې وژل شوي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې تېر جون کې عراق کې مرګوني بریدونه شوي، چې لږترلږه ۷۶۱ کسان وژل شوي.

تېره مې له ۲۰۰۶ راهیسې په عراق کې تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت وه، چې لږترلږه زر کسان په کې وژل شوي وو.

یوازې تېر کال عراق کې ۴۴۷۱ کسان وژل شوي وو.