اندونیزیا کې زلزلې ۲۲ کسان وژلي

د اندونیزیا اچي ولایت کې ۶ اعشاریه ۱ درجه زلزلې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي او تر ۲۰۰ ډېر نور یې بې ژوبل کړي دي.

له زلزلې ځپلي ولایته رپوټونه وايي، چې وژل شویو کې شپږ ماشومان دي، او ۱۴ نور کسان د نړېدلي جومات تر کنډوالو لاندې دي.

اندونیزیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ډېره په کې زیاتې زلزلې کېږي.