مصریان د پوځ اعلامیې ته انتظار دي

په سلګونه زره مظاهره کوونکي د مصر په پلازمېنه قاهره کې ولسمشر مرسي ته د ټاکلي ضرب الاجل په پای کې د پوځ له خوا اعلامیې ته انتظار باسي.

د ولسمشر محمد مرسي مخالفین او پلویان د مصر په نورو ځایونو کې هم مظاهرې کوي.

ولسمشر مرسي ویلي چې د سیاسي کړکیچ یوه حل لاره ایتلافي حکومت کېدای شي چې بیا به هم دی په خپله ولسمشر وي.

د ولسمشر سلاکارانو د هغه د فیسبوک پر پاڼې د ورځې په اوږدو کې ترسره شوي اقدامات پوځي کودتا بللې ده.

په قاهرې کې د بي بي سي خبریالان وايي پر سړکونو د پوځ حضور ډېر دی او ټوله ورځ پوځ له حکومتي چارواکو او مخالفو مشرانو سره خبرې کولې.