خیبر پښتونخوا کې د ملېشه ځواک پر پوسته برید شوی

د پاکستان په شمال ختیځ کې چارواکي وايي ګهیځ مهال پریوه پوسته د وسله والو برید کې شپږ پوله ساتي ملېشه سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا له بریده وروسته چې د پېښور ښار شمال ختیځ ته په شاوخوا ۳۰ کیلومترۍ کې نښته رامنځ ته شوه، چې څو ساعته دوام یې وکړ.

راپورونه وايي په دې نښته کې څو تنه وسله وال هم وژل شوي او د څو تنو نورو چې تښتېدلي دي، پلټنه روانه ده.