پاکستان د اعدام پروړاندې لګول شوی ځنډ لرې کوي

د پاکستان نوی حکومت وايي، د اعدام پر سزا لګول شوی هغه ځنډ به پای ته ورسوي، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې لګول شوی دی.

دغه ګام د بشري حقونو ډلو تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان منځني ښي لاسي حکومت ویلي، دا پرېکړه د هغې تګلارې یوه برخه ده، چې له مخې یې په هېواد کې د جرمونو او ترهګرۍ د ځپلو هڅه کوي.

د حکومت یوه ویاند وویل، تر څلورو سوو ډېر بندیان د مرګ له سزا سره مخامخ کېدای شي، خو ځینې به یې د بشري حقونو پر بنسټ وبښل شي.

خو د بښنې نړیوال سازمان په نامه د بشري حقونو یوه بنسټ دا شمېره ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې اته زره بندیان د مرګ په سزا محکوم دي.