چین او پاکستان ګډه اقتصادي لاره جوړوي

چین او پاکستان وايي، پلان لري چې له شمال لوېدیز چین څخه د عربو پر سمندرګي د پاکستان د ګوادر تر بندره یوه ستره لویه لاره جوړه کړي.

دغه لار به تر دوو زرو کلومترو ډېر اوږدوالی ولري او د قراقرم له هسکو غرونو به تېرېږي.

د دې لارې په تېرېدو به د کښتیو پر مټ د مالونو د لېږدونې وخت راکم شي او چین به یې له لارې هرمز تنګي ته لاسرسی ولري، چې د نړۍ د ډېری تېلو د لېږد ور بلل کېږي.

دغه اعلان چین ته د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د سفر پر مهال شوی دی. نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې تر شاتو هم خوږې بللې دي.