د اخوان المسلمین مرستیال مشر نیول شوی

د مصر د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویېلي، د اخوان المسلمین ګوند مرستیال مشر خیرات الشاطر د تاوتریخوالي د پارولو په تور نیول شوی دی. دغه شتمن سوداګر په ګوند کې تر ټولو اغیزناک سیاستوال بلل کېږي.

د جمعې په ورځ د دغه ګوند مشر محمد بادي د مرسي په پلوۍ یوه مظاهره کې وروسته تر هغې را څرګند شو، چې د یوه لنډ وخت لپاره یې د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

نوموړي وویل، دوی به تر هغې مظاهرې روانې وساتي، چې واک بېرته ښاغلي مرسي ته نه وي سپارل شوی. ده همدراز پر پوځ غږ وکړ، چې په خپلو خلکو دې ډزې نه کوي.