سوري مخالفانو احمد عاصي الجربا خپل مشر ټاکلی

د سوریې دولت د مخالفینو ډله ، ملي ایتلاف له څو میاشتو وروسته پرون وتوانید چې خپل نوی مشر وټاکي.

احمد عاصي الجربا چې د دې ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی په سوریه کې له پيژندل شویو قبایلي مشرانو څخه دی.

د سوریې دولت د مخالفینو غونډه په ترکیه کې داسې مهال جوړه شوې وه چې په حمص ښار کې جګړې دوام درلود.

د ملي ایتلاف ویاند خالد صالح وايی حمص د پوځ تر سختو بریدونو لاندې دی:

''رژیم تېره ورځ هم په پرله پسې توګه د نهمې ورځې لپاره پر حمص خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. دوی د حمص په لرغونې سیمه کې خپل بریدونو جاري ساتلي و. دوی تېره ورځ هڅه وکړه چې د الخالدیه سیمې ته داخل شي. موږ تایید شوي راپورونه تر لاسه کړي چې د ملکي وګړو پرضد له کیمیاوي وسلې کار اخستل شوی دی''.